Quantcast
Channel: وکیلان –آریانا نیوز
Viewing all articles
Browse latest Browse all 2

په شخصي خدمت کې د اخته سرتېرو، وسلو او تجهیزاتو راټولول پیلیږي

0
0

د بغلان پولیس وایي؛ تر یوې اوونۍ به هغه سرتېري، وسلې او تجهیزات را ټول شي، چې اوس د اشخاصو په خدمت کې دي.

د بغلان امنیه قومندان  جنرال اکرام الدین سریع وایي؛ د ولایتي شورا له پوستونو د څلور غړیو له استعفا وروسته، چې ځانونه یې ولسي جرګې ته نوماند کړي دي، د پولیسو امکانات او تجهیزت هم ټول شوي او تر یوې اوونۍ به هغه سرتېري او د پولیسو تجهیزات را تول شي، چې د اشخاصو په خدمت کې دي.

نوموړی زیاتوي، له وکیلانو او پخوانیو قومندانانو سره د اخته هغو سرتېرو، چې وخت یې پوره شوی، باید خپلو جزوتامونو ته ور وګرزي؛ که نه، نو دندې له لاسه ورکوي.

پېنځه سرتېری، درې رنجر، اووه پیکا او کلاشینکوفونه د ولایتي شورا له پخوانیو غړیو راټول شوي دي.

The post په شخصي خدمت کې د اخته سرتېرو، وسلو او تجهیزاتو راټولول پیلیږي first appeared on آریانا نیوز .


Viewing all articles
Browse latest Browse all 2